په امریکا کي یو شمیر میشتو افغان فرهنګپالو د افغانستان دملي امینیت د لوی ریس اسدالله خالد عیادت وکړ
خالد هادي خالد هادي

دامریکا د نیویارک ، او ویرجنیا یو شمیر افغان فرهنګپالو نن دشنبې په ورځ دامریکا په هغه پوځي روغتون کي  د ملي امینیت د لوی ریس  اسدالله خالد دصحت پوښتني ته ورغلي وه چي نوموړي د څه کم دوو میاشتو راهسي پکښي تر درملني لاندي دی .

په ورغلو کسانو  کي دهیواد لوی مورخ ، نوم وتی لیکوال او دملي سرود شاعر عبدالباري جهاني ، په نیویارک کي د بېنوا پاڼي مسول خالد هادي او نورو ملګرولخوا دملي امینیت د ریس د ډاډمن صحت څخه خپله خوښي څرګنده کړه . او نوموړي ته دهیواد او خلکو د خدمت په لاره کي دلا زیاتو بریاوو غوښتونکي سول .

باید ووایو چي د ملي امینیت لوی ریس اسدالله خالد څه باندي دوې میاشتي وړاندي په کابل کي په  یو ناځوانمردانه برید کي چي دسولي د سپیڅلي نوم دداعي په توګه کابل ته راغلی و سخت ټپي سوی وچي ورسته امریکا ته د درملني لپاره راوستل سو .

اسدالله خالد په داسي حال کي چي د افغان فرهنګپالو سره په روغتون کي پرته د چا د مرستي په عادي توګه تګ کاوه وویل ( ورځ تر بلي مي حالت مخ په ښه کیدو دی او دخدای پاک څخه راضي یم ، اوس خپله ولاړیږم ، کښینمه  او په روغتون کي پرته دکوم تکلیفه ګرځمه راګرځمه ،  دسپورټ کلب ته ورځم هره ورځ سپورټ کوم  او دا ټول دافغانستان د خلکو د دعاو برکت ګڼم چي نن په ځان کي ددئ توان وینم ) 
نوموړي هیله څرګنده کړه چي که ئې روغتیاپالان اجازه ورکړي  په راتلونکو لسو ورځو کي به کابل ته ستون سي او بیرته به خپلو دولتي چارو ته ادامه ورکوي .  

دیادولو وړ ده چي د افغانستان دملي امینیت پر لوی ریس اسدالله خالد باندي تر برید وروسته په نړیواله کچه او افغاني ټولنه کي د نوموړي محبوبیت په بې سیاري ډول زیات سوی دی . ډیری افغانان اوس دده د سولي د یو اتل په سترګه ګوري 



February 17th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها